• د ۱۶م نمبر کور، د ۱۳م نمبر سړک، وزیر اکبر خان

    کابل, افغانستان

  • تاسو کولی شئ بریښنالیک واستوئ

    info@ptcro.org

  • د مرستې لاین او ملاتړ

    +93795098044

ساختمان او بیا رغونه

یوه سرپناه، یو ټولګی د زده‌کړې لپاره، یو روغتون د ناروغانو لپاره، یا یو سړک چې کلیو سره وصلوي پرته له مناسب زیربنا نه، د خلکو د ژوند بیا جوړونه ډېره سخته ده. په ټولو هغو سیمو کې چې موږ فعالیت لرو، موږ ته د هغو جوړښتونو د جوړولو مسؤلیت سپارل شوی چې بې‌ځایه شویو خلکو او د هغوی کوربه ټولنو ته د سرپناه، ادارې او زده‌کړې لپاره اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.

هغه پروګرامونه چې زموږ د تمویل کوونکو سره په ګډه تطبیقېږي، هم د نوو ودانیو جوړولو او هم د بیارغونې چارو ملاتړ کوي. دا ساختماني چارې د مسلکي انجنیرانو له لوري پرمخ وړل کېږي چې هم کورني او هم بهرني کارکوونکي پکې شامل دي. ساختماني چارې کې د ټولګیو جوړول، د ژورو څاګانو کیندل، پلونه، بیړني سرپناهونه، تشنابونه د حفظ‌الصحه اسانتیاوو سره، د کورنیو لپاره ارتقا وړ سرپناهونه او د انتقال وړ سرپناهونه شامل دي.

PTCRO هغه کډوالو ته هم د انتقال وړ سرپناهونه ورکوي چې د لارښوونې سره خپل سرپناه جوړولی شي. دا سرپناهونه په کمپونو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د امنیتي ګواښونو د کموالي سبب کېږي. د زده‌کړې مرکزونه د کډوالو او کوربه ټولنو ماشومانو ته د معیاري زده‌کړې زمینه برابروي.

هغه سرکونه او پلونه چې PTCRO جوړوي یا بیارغونه کوي، کمپونه له کلیو سره وصلوي او د مهمو خدماتو او موادو رسونه اسانه کوي. موږ د کمپونو په دننه او شاوخوا کې د ادارو د فعالیت د اسانتیا لپاره د دولتي او بشري مرستو دفترونه هم جوړ کړي دي.