ښوونه، د ظرفیت لوړول او مدافعې
د ښوونې او روزنې برخه
په PTCRO کې موږ باور لرو چې زدهکړه د ټولنو او د هغو د خلکو د پرمختګ لپاره ضروري ده. زدهکړه د لوړو معاشونو، پرمختللو تعلیمي فرصتونو او مسلکي ودې دروازې پرانیزي. دا باور موږ هڅوي چې د لاندې لارو له لارې د تعلیم ملاتړ وکړو:
- د تحصیلي بورسونو برابرول.
- د ماشومانو لپاره د خوندي فضا رامنځته کولو لپاره د ښوونځیو جوړول او ترمیم.
- د زدهکوونکو لپاره درسي کتابونه برابرول.
- د ښوونکو معاشونه او نورې مرستې ورکول.
- د مکتب ته د بیرته تګ لپاره لازم توکي لکه یونیفورم، قرطاسیه او بکسونه برابرول، څو د زدهکړې لګښتونه کم شي.
- د سیمې خلک د تعلیم د ارزښت په درک او ملاتړ کې پیاوړي کول.
- د ښوونکو د روزنې او د منابعو د برابرولو له لارې د ښوونې کیفیت لوړول.
- په کلیوالو سیمو کې د معیاري زدهکړې لاسرسی زیاتول او تعلیمي پایلې ښه کول.
- د بېسوادو یا نیمهسوادو ښځو او سړو لپاره د تعلیمي او حرفوي پروګرامونو اسانه لاسرسی برابرول.
ستراتیژۍ:
- د نجونو د زدهکړې ترویج: داسې پروګرامونه پلی کول چې ځانګړي تمرکز یې د نجونو پر زدهکړه وي، د کلتوري خنډونو، د کم عمر ودونو او د حفظالصحې د اسانتیاوو د نشتوالي ستونزې حل کړي.
- د ښوونکو د روزنې ورکشاپونه: د محلي تعلیمي چارواکو او غیر دولتي ادارو سره په ګډه د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو، مضمونونو د پوهې او د ټولګي د مدیریت لپاره منظم ورکشاپونه تنظیمول.
- د ټولنې کتابتونونه جوړول: په کلیوالو سیمو کې د کتابتونونو او تعلیمي منابعو مرکزونه جوړول، څو زدهکوونکي له تعلیمي موادو سره اسانه لاسرسی ولري.
- د ټولنې د پوهاوي پروګرامونه: تعلیمي میلې، کمپاینونه او نورې د عامه پوهاوي غونډې تنظیمول، څو د تعلیم ارزښت ته خلکو توجه جلب شي.
- د سیمهییزو شریکانو سره ملګرتیا: له دولتي ادارو، نورو غیر دولتي موسسو، د ټولنې مشرانو او تعلیمي بنسټونو سره ګډ کار کول، تر څو د دوامداره تعلیمي ابتکاراتو لپاره سرچینې او تخصصونه شریک شي.
- څارنه او ارزونه: یو قوي سیستم رامنځته کول تر څو د تعلیمي پروګرامونو پرمختګ تعقیب او د هغوی اغېز په کلیوالو سیمو کې وڅارل شي.