اقتصادي پیاوړتیا او ټولنیز پرمختګ
بېلابېلې اقتصادي برنامې پلي کوي تر څو ټولنې او افراد پیاوړي شي. دا نوښتونه په لاندې برخو کې دي:
- مایکروفاینانس پروګرامونه: د لږ عاید لرونکو ښځو، نجونو او متشبثینو ته وړې قرضې او مالي خدمتونه برابرول؛ لکه د سپما ګروپونه، سپما او پور، بیمه، او مایکرو کردېت د عوایدو د لاسته راوړلو لپاره.
- نغدي مرستې: د نغدو پیسو یا نورو شتمنیو انتقال، چې عموماً د ټولنیز خوندیتوب یوه بڼه ده او بېوزلو ته ځانګړې شوې. دا مرستې کیدای شي مشروط یا غیر مشروط وي.
- مسلکي روزنه: د بیلابیلو مهارتونو روزنه، لکه: د خیاطۍ کورسونه د ښځو د خپلواکې کیدو لپاره، د ټکنالوژۍ زدهکړه (لکه کمپیوتر)، د کاروبار اصول، د شتمنیو مدیریت (لکه د مالدارۍ)، او د متشبثینو مهارتونه. ځینې کورسونه د ژوند مهارتونو سره تړلي وي، چې د ځوانانو د ځان باور، پرېکړې نیولو او خطر پېژندنې وړتیاوې پیاوړې کوي.
- د معیشت ملاتړ: تخمونه، وسایل یا څاروي برابرول تر څو خلک دوامدار عاید ترلاسه کړي. لکه د شنوخونو ملاتړ د حاصل خېزۍ او دوام لپاره.
- مالي پوهاوی: د مالي مدیریت، بودیجې جوړولو، او سپما بنسټیز تعلیم ورکول.
- مارکیټ ته لاسرسی: د محلي محصولاتو لپاره بازار ته د لاسرسي اسانتیاوې برابرول.
- کاروباري وده: د خلکو روزنه تر څو خپل کاروبار پیل او مدیریت کړي.
- د کار موندنې خدمات: د خلکو سره د روزنې او اړیکو له لارې د کار پیدا کولو کې مرسته.
- شتمني جوړول: خلکو ته مرسته ورکول تر څو ځمکه، کور یا تجهیزات تر لاسه کړي.
- ټولنیزې سپما او پور ډلې: د سپما او پور لپاره د ټولنیزو ګروپونو جوړول.
- مدافعه او پالیسي جوړونه: د هغو پالیسیو ملاتړ او مدافعه چې د حاشیې ته شړل شویو خلکو، په ځانګړې توګه ښځو، لپاره اقتصادي فرصتونه رامنځته کوي.
د کوچنیو افغان کاروبارونو ملاتړ اوږدمهاله او مثبتې اغېزې لري. دا مرسته هوښیارانه او ارزښتناکه انتخاب دی، ځکه دا دندې پیدا کوي، سیمهییز اقتصاد پیاوړی کوي، او اقتصادي خپلواکي ته وده ورکوي، چې دا ټول د پراخ اقتصادي پرمختګ لامل ګرځي.