• د ۱۶م نمبر کور، د ۱۳م نمبر سړک، وزیر اکبر خان

    کابل, افغانستان

  • تاسو کولی شئ بریښنالیک واستوئ

    info@ptcro.org

  • د مرستې لاین او ملاتړ

    +93795098044

د پېښو مدیریت او د اقلیم بدلون چاري

د پېښو مدیریت او د اقلیم بدلون چارو ته د PTCRO ځانګړی تمرکز دی، ځکه چې دا دواړه برخې پر زیان‌منونکو ټولنو او چاپېریال ژور اغېز لري

 PTCRO په لاندې مهمو برخو کې فعالیت کوي:

  • د خطر ارزونه او چمتووالی: PTCRO د هغو ټولنو او سیمو د پېژندلو لپاره د خطر ارزونې ترسره کوي چې د طبیعي پېښو او د اقلیم بدلون له اغېزو سره ډېر زیان‌من دي.
  • بیړنی غبرګون او مرستې:  PTCRO د پېښو پر مهال او وروسته له هغه، د اغېزمنو شویو خلکو لپاره د خوړو، اوبو، سرپناه او طبي مرستو د برابرولو برخه کې مهم رول لري. موږ د لټون او ژغورنې هڅې هم همغږي کوو او د زیانمنو سیمو څخه د خلکو د ایستلو ملاتړ هم کوو.
  • بیارغونه او رغنیزې هڅې:  له پېښو وروسته، PTCRO د اغېزمنو شویو ټولنو سره مرسته کوي ترڅو بنسټیزې زېربناوې بیا ورغوي، معیشتونه راژوندي کړي او د پېښو ټولنیز او اقتصادي زیانونه جبران کړي.
  • د ټولنو پیاوړتیا، ظرفیت جوړونه او روزنه:  PTCRO د ځایي ټولنو، دولتي ادارو او شریکو سازمانونو ظرفیت لوړوي ترڅو د پېښو مدیریت او د اقلیم بدلون سره د تطابق لپاره د دوی پوهه، مهارتونه او سرچینې پیاوړې شي. موږ روزنیز پروګرامونه وړاندې کوو چې پکې د پېښو چمتووالی، د خطر ارزونې میتودونه، د مخکني خبرداري سیستمونه، د بیړني غبرګون تګلارې، دوامداره کرنه، د اوبو مدیریت، او د دوامدار پرمختګ کړنلارې شاملې دي.
  • مدني هڅې او د پالیسۍ اغېزمنول:  PTCRO له هغو پالیسيو او کړنو ملاتړ کوي چې د پېښو د خطرونو کمولو، د اقلیم بدلون سره د تطابق او د چاپېریال د پایدارۍ زمینه برابروي. موږ د اقلیم بدلون او طبیعي پېښو تر منځ د اړیکو په اړه د خلکو پوهاوی زیاتوو او د زیان‌منوونکو شرایطو د ریښو د حل غوښتنه کوو.
  • بین‌سکتوري همکاري:  PTCRO له حکومت، د ملګرو ملتونو له ادارو، علمي مؤسسو او ځایي ټولنو سره همکاري کوي ترڅو د پېښو مدیریت او د اقلیم بدلون سره د تطابق لپاره یو مدغم او ګډ عمل پلي کړي. موږ باور لرو چې دا ننګونې یو له بله سره تړلي دي او د اغېزمنو حل‌لارو لپاره ګډو هڅو ته اړتیا ده.

PTCRO هغو زیان‌منو خلکو ته چې له طبیعي پېښو او جبري بې‌ځایه کېدو سره مخ دي، د نغدو مرستو، مرستندویو کټونو، خوراکي او غیرخوراکي توکو، د سرپناه او اوبو کټونو له لارې ملاتړ کوي، تر څو د خوراکي خوندیتوب کچه لوړه شي، د داخلي بې‌ځایه کېدو او د ماشومانو د کار مخه ونیول شي، د کار فرصتونه رامنځته شي، حفظ‌الصحه وده ومومي، زیان‌منونکي ټولنې خوندي شي او د چاپېریالي ننګونو پر وړاندې دوامدار پرمختګ ته لاره هواره شي.