• د ۱۶م نمبر کور، د ۱۳م نمبر سړک، وزیر اکبر خان

    کابل, افغانستان

  • تاسو کولی شئ بریښنالیک واستوئ

    info@ptcro.org

  • د مرستې لاین او ملاتړ

    +93795098044

اوبه، حفظ‌الصحه او نظافت (WASH)

PTCRO  موخه لري چې د افغان ټولنو روغتيا د خوندي اوبو، صحي اسانتياوو، د عامې روغتيا ترویج، او د روغتيايي خطرونو د کمولو له لارې ښه کړي. هغه داخلي بې‌ځايه شوي خلک (IDPs) چې د اوږدمهاله بې‌ځايه‌توب له امله له خرابو شرايطو سره مخ دي او د WASH خدماتو ته کم یا هیڅ لاسرسی نه لري، د دې پروګرام له خوا د نويو WASH تسهيلات برابرولو یا د شتو تسهيلاتو د ښه کولو لپاره ټاکل شوي دي.

PTCRO په لاندې برخو تمرکز کوي:

  • د څښاک، پخلي، شخصي پاکوالي او د کور صفا کولو لپاره د خوندي اوبو برابرول؛
  • د جلا جلا جنډرونو لپاره یا د کورنيو واحدونو لپاره خوندي تشنابونه جوړول او ساتنه، تر څو ښځې، نجونې، نارينه او هلکان هر وخت له دې څخه په خوندي توګه استفاده وکړای شي؛
  • د ناروغيو د خپرېدو پر مهال د اوبو د کیفیت او د صحي عادتونو جدي څارنه او نظارت؛
  • د جامدو کثافاتو مدیریت او د ساحې اوبو ایستلو فعالیتونه، تر څو د اوبو راکدوالي او زباله‌جمع شوو ځایونو مخنیوی وشي چیرته چې مچان یا نور ناروغۍ لېږدونکي موجودات زېږي؛
  • د حفظ‌الصحه ترویج او د ټولنې بسیج، تر څو د پاکوالي او روغتیایي خدمتونو د لټون رفتارونه وده ومومي، او بې‌ځایه شوي خلک پیاوړي شي چې د WASH فعالیتونو کې فعاله ونډه واخلي.