-
د ۱۶م نمبر کور، د ۱۳م نمبر سړک، وزیر اکبر خان
کابل, افغانستان
-
تاسو کولی شئ بریښنالیک واستوئ
info@ptcro.org
-
د مرستې لاین او ملاتړ
+93795098044
د ۱۶م نمبر کور، د ۱۳م نمبر سړک، وزیر اکبر خان
تاسو کولی شئ بریښنالیک واستوئ
د مرستې لاین او ملاتړ
تکمیل شد
PTCRO د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کالونو کې د عدالت حقوقي دادخواهۍ مرستې پروګرام تطبیق کړ. دا پروژه په عمده توګه پر دې تمرکز درلود چې د ښاروندانو د کیفیت لرونکو حقوقي خدمتونو غوښتنه زیاته کړي، د قانون حاکمیت پیاوړی کړي، د عدالت لاسرسي ته وده ورکړي او ښاروندانو ته توان ورکړي ترڅو په بدخشان او تخار ولایتونو کې عدالت ترلاسه کړي. د ښځو/انسانی حقوقو د نقض په برخه کې، دا پروژه د انسان حقوقو د سرغړونو له منځه وړلو، د هدفمند ګټه اخیستونکو د پوهې زیاتولو او په هیواد کې د قانون حاکمیت د رامنځته کولو لپاره خورا مهمه وه.
د پروژې په اوږدو کې، PTCRO ټول فعالیتونه د تصویب شوي پلان له مخې په بریالیتوب سره د ADALAT/CHECCHI او نورو حکومتي او غیر حکومتي شریکانو سره په نږدې همغږي کې د تخار او بدخشان ولایتونو کې عملي کړل. اصلي فعالیتونه عبارت وو له: د ولایتي دادخواهۍ فورمونو تاسیس، د دادخواهۍ د شبکې ناستې، درې ورځنۍ د مدرسانو روزنه (ToT)، د ابتدایي دادخواهۍ روزنه، د حقوقي مسایلو روزنه، د تمرکز ډلو ناستې، د رادیو میز ګردې او د حقوقي پیغامونو تولید او خپرول.